ټولنه‌یزمهم خبرونهمهم سرلیک

ملګري ملتونه او اسټرالیا د طالبانو تر اداره لاندې د افغان ښځو د بد وضعیت په اړه خبرداری ورکوي

د اسټرالیا چارواکو او د ملګرو ملتونو د ښځو اړونده ادارې خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغانستان د ښځو او نجونو حالت د نړۍ تر ټولو ټیټې او خرابې کچې ته رسېدلی دی، او د بشرپالنې مرستو دوام د دې وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره حیاتي اهمیت لري.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د آسیا او ارام سمندر د سیمې سیمه‌ییزې مشرې، کریسټین اراب، د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) له اسټرالیايي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د طالبانو اداره د پرله‌پسې فرمانونو په صادرولو سره ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند او عامه ډګر څخه عملاً ایستلې دي.

هغه ویلي، دغه محدودیتونه پراخې زده‌کړې، په عامه ځایونو کې د ګډون مخنیوی، د لوړو زده‌کړو دروازې تړل او د اساسي خدماتو د لاسرسي کمېدل رانغاړي؛ هغه اقدامونه چې د افغان ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه بلل کېږي او اوږدمهاله ټولنیزې او بشري پایلې لري.

په همدې وخت کې، د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وانګ د جنورۍ په میاشت کې اعلان کړی و چې دغه هېواد به د افغانستان لپاره د ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت نوې بشري مرسته ترسره کړي. دې مرستې د ۲۰۲۱ کال د کابل له سقوط راهیسې د اسټرالیا ټولې مرستې ۳۱۰ میلیونو ډالرو ته رسولې دي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، نږدې ۲۲ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو محدودوونکو پالیسیو د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو، د مرستو او اساسي خدماتو لاسرسي بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د اسټرالیا مرستې زياتره د ښځو او نجونو د ملاتړ، روغتيايي خدمتونو، د خوړو امنیت او د انساني کرامت او حقونو د ساتنې لپاره لګېږي. کریسټین اراب ټینګار کړی چې هر ډول بشري مرسته باید په څرګند او شفاف ډول د ښځو او نجونو پر ملاتړ متمرکزه وي. هغې زياته کړې چې په اوسنیو شرايطو کې د ملټي‌لټرال نظام او د نړیوالې ټولنې ژمنتيا د بشري حقونو د دفاع په برخه کې تر هر وخت مهمه ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button