ملل متحد: د افغانستان د ښځو او سړیو د کار په برخه کې ژور توپیر اندېښمنونکی دی

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) ویلي چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د کار په بازار کې یې د ښځو او سړیو ترمنځ تر ټولو لوی جنسیتي توپیر شتون لري او د ښځو اقتصادي ونډه په دې هېواد کې په اندېښمنه کچه ټیټه ده. د دې ادارې د شمېرو له مخې، یواځې اووه سلنه ښځې د کورنۍ دننه په کار بوختې دي، حال دا چې دا شمېر د سړیو په منځ کې تر ۸۴ سلنې رسېږي.
دا شمېرې چې د دوشنبې په ورځ، د حوت په ۱۸مه، د نړيوالې ښځې د ورځې په مناسبت خپرې شوې، د ښځو او سړیو ترمنځ د کاري فرصتونو او اقتصادي منابعو د لاسرسي ژوره فاصله څرګندوي. کارپوهان باور لري چې دا ډول پراخ توپیر د کورنیو پر معیشت او د هېواد پر اقتصادي وده مستقیم اغېز لري.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې د دې وضعیت عادي ګڼل د منلو وړ نه دي او باید د افغان ښځو د کاري فرصتونو د ښهوالي لپاره عملي ګامونه پورته شي. دغه اداره زیاته کړې چې د کار د زمینې برابرول او د جوړښتي خنډونو لرې کول کولی شي د بدلون زمینه برابره کړي.
په تېرو درې کلونو کې د طالبانو لهخوا پر زدهکړو، کار او د ښځو پر ټولنیز حضور لګول شوې محدودیتونه د کور دننه او نړیوالو پراخې اندېښنې راپورته کړې دي. شنونکي وايي، د دغو محدودیتونو دوام نهيوازې د ښځو اساسي حقونه نقضوي، بلکې د هېواد اقتصادي پرمختګ او ټولنیز ثبات له جدي ننګونو سره مخ کوي.




