ټولنه‌یزمهم خبرونهمهم سرلیک

ملګري ملتونه: د ۲۰۲۵ ناڅاپي سېلابونو له امله په افغانستان کې له ۳۱ زرو زیات خلک زیانمن شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتونو پروګرام اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې له ۳۱ زرو ډېر افغانان د ناڅاپي سېلابونو له امله زیانمن شوي دي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه پېښې د هېواد ۲۸ ولایتونه پوښي او زرګونه کورنۍ یې له جدي مالي او فزیکي زیانونو سره مخ کړې دي.

یادې شوې ادارې د پنجشنبې په ورځ، د دلوې په ۳۰مه، په یوه بیان کې ټینګار کړی چې د اقلیم بدلون ته اړوندې پېښې په افغانستان کې په زیاتېدو دي او د طبیعي پېښو تکرار د محلي ټولنو زیان‌منېدنه لا ډېره کړې ده. د وروستیو کلونو ناڅاپي سېلابونه اوس د ښاري او کلیوالو اوسېدونکو لپاره په یوه دوامداره ستونزه بدل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتونو پروګرام څرګنده کړې چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مقاومت وړ زېربناوو رامنځته کول یوه بیړنۍ اړتیا ده. د دې ادارې په وینا، د مقاومت لرونکو تأسیساتو په جوړولو پانګونه کولای شي په سیمه کې د پام وړ او پایدار اغېز پرېږدي او د راتلونکو زیانونو کچه راکمه کړي.

په عین وخت کې، د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو خبرداری ورکړی چې د اقلیم بدلون د افغانستان بشري بحران لا پسې کړکېچن کړی دی. په داسې حال کې چې هېواد له اقتصادي ستونزو او د سرچینو له محدودیت سره مخ دی، تمه کېږي چې د طالبانو اداره د طبیعي خطرونو د مدیریت لپاره عملي او د حساب ورکولو وړ پروګرامونه طرح کړي، ځکه د چمتووالي نشتوالی او د معیاري زېربناوو کمښت د خلکو زیان‌منېدنه نوره هم ډېروي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button