ټولنه‌یزمهم خبرونه

ملګري ملتونه: افغان مېرمنې د بشر د حقونو دفاع کې لا هم نه ستړې کېږي

د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان د «ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد ۱۶ ورځني نړیوال کمپاین» په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړې او پکې یې په افغانستان کې د بشر د حقونو د مدافع ښځو هڅې ستایلي دي. دې سازمان ویلي، دغه مېرمنې سره له دې چې له جدي ګواښونو سره مخ دي، د ټولنې او نورو ښځو د حقونو د دفاع لپاره لا هم فعاله پاتې دي.

دغه د ملګرو ملتونو اړوند ادارې په خپل پیغام کې زیاته کړې چې افغان مېرمنې، چې د بشر د حقونو په برخه کې کار کوي، نه یواځې دا چې د ملاتړ پروګرامونه تنظیموي، بلکې د نورو خلکو د خوندیتوب په برخه کې هم مسؤلانه عمل کوي؛ دا ټوله هڅې داسې حال کې کوي چې د دغې انساني ژمنتیا درنه بیه پرې کوي.

ملګرو ملتونو په خپل پیغام کې د دغو ښځو شجاعت او مشري ستايلې ده او ټینګار یې کړی چې نړیواله ټولنه باید تر پخوا زیات د دوی تر څنګ ودرېږي او د دوی بنسټیزو فعالیتونو ته نوی ملاتړ ورکړي.

ملګرو ملتونو دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د طالبانو واکمني د ښځو پر اساسي حقونو پراخ محدودیتونه لګولي، او د بشر د حقونو د دغو مدافعو مېرمنو فعاله او پُر هڅه شتون د مدني مقاومت انځور او د افغان ښځو د بې‌صدا غږ استازیتوب کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button