سياستمهم خبرونه

ملګری ملتونه: د یوه کس کړنه باید د ټولو افغانانو سزا نه شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا لپاره ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنت، خبرداری ورکړی چې د یوه فرد مجرمانه عمل باید د ټولو افغانانو پر اعتبار او برخلیک سیوری وا نه چوي. دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې یو افغان وګړی د سپینې ماڼۍ مخې ته پر دوو امریکايي ملي ګارد سرتېرو د ډزو شکمن وپېژندل شو.

ښاغلي بنت د پنجشنبې په ورځ د قوس میاشتې په ۶مه، پر ټولنیزي شبکې ایکس (پخواني ټویټر) باندې لیکلي، چې شکمن کس باید د قانون په چوکاټ کې تعقیب شي، خو دا باید د ټولو افغانانو د مجازات سبب نه شي. ده ټینګار کړی چې د یوه فرد جرم یوې قوم یا ملت ته منسوبول، ناروا او اندېښمن کوونکې رویه ده.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې دي چې د امریکا امنیتي چارواکو رحمان‌الله، چې افغان تابعیت لري، د برید اصلي شکمن معرفي کړی دی. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د پېښې ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک بلل شوی دی.

له دې پېښې وروسته، د امریکا د مهاجرت ادارې د افغان کډوالو د نویو مهاجرې غوښتنو ارزونه ودروله. دې پرېکړې د بشري حقونو د سازمانونو او مهاجرینو د ملاتړو لخوا سختې نیوکې راپارولي دي.

بل لور ته، د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، امر کړی چې د ټولو افغان پناه‌ غوښتونکو دوسیې بیا وڅېړل شي. فاکس نیوز راپور ورکړی چې رحمان‌الله د امریکایي ماموریتونو پر مهال، د ‘سیا’ استخباراتي ادارې سره همکاري کړې وه او په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته انتقال شوی و.

دا وروستۍ پېښه د زرګونو هغو افغان پناه‌ غوښتونکو د برخلیک په اړه اندېښنې زیاتې کړي، چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د لوېدیځو ادارو په ملاتړ له خطرونو سره مخ شوي دي. د طالبانو لخوا د بشري حقونو دوامدارې سرغړونې، ګڼ شمېر افغانان له هېواده وتلو ته اړ کړي، خو اوس هغوی د مهاجرت پر لاره کې له نویو خنډونو سره مخ شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button