ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

ملل متحد د افغانستان لپاره د ۲۰۲۶ بشري مرستو پلان پيل کړ

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې د «افغانستان د اړتیاوو او بشري غبرګون» پلان د ۲۰۲۶ کال لپاره پيل شوی دی. د دې پلان له مخې، ۲۱.۹ میلیونه افغانان په روان کال کې بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا په خپل تازه راپور کې زیاته کړې چې د موجود وضعیت د سم مدیریت لپاره ۱.۷۱ میلیارده ډالرو بودیجه غوښتل شوې او موخه دا ده چې ۱۷.۵ میلیونه اړمنو کسانو ته مرستې ورسول شي. دغه مرستې د خوراکي امنیت، روغتیا، استوګنځای او بنسټیزو خدمتونو برخې رانغاړي.

افغانستان لا هم له پراخ بشري کړکېچ سره مخ دی؛ دغه کړکېچ د کلونو جګړو، پراخ فقر، طبیعي پېښو او د طالبانو د ادارې له‌خوا لګول شوو محدودیتونو له امله سخت شوی دی. د مرستو سازمانونو څو ځله خبرداری ورکړی چې د دغو محدودیتونو دوام، په ځانګړي ډول د ښځو د کار او زده کړو په برخه کې، د مرستو د وېش بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د کافي بوديجې تدارک او اړمنو سیمو ته ازاد لاسرسی د دې لپاره اړین دي چې د افغانستان بشري وضعیت له نوره خرابېدو څخه مخنیوی وشي. که اړینې مالي سرچینې برابرې نه شي، د هېواد میلیونه اوسېدونکي به د لوږې، ناروغۍ او بې‌سرپنا توب له جدي ګواښونو سره مخ شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button