بریتانیا د افغانستان د وګړو لپاره د ځينو وېزو صادرول درولي دي

د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت ويلي، د هغه څه له امله چې «بیړنی حالت» بلل شوی، د افغانستان، کامرون، میانمار او سودان د اتباعو لپاره د ځینو وېزو صادرول بند شوي دي. د دې پرېکړې له مخې، د دغو هېوادونو د اتباعو د تحصيلي وېزو بهير ودرول شو، او د افغانستاني وګړو په برخه کې دا محدوديت د کاري وېزو هم شاملوي.
د بريتانيا ځینو رسنيو راپور ورکړی چې دا اقدام وروسته له هغې ترسره شوی، چې د پناه غوښتنو شمېر زيات شوی د هغو کسانو له لوري چې د قانوني لارو لکه د تحصيلي وېزو له لارې بريتانيا ته تللي دي. د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت وايي، په ۲۰۲۵ کال کې يو شمېر کسانو د قانوني داخلېدو وروسته د پناه غوښتنې ثبت کړي دي.
شبانه محمود، د بريتانيا د کورنيو چارو وزيرې ويلي، ځينې کسان د قانوني مهاجرت له لارو د پناه غوښتنې لپاره کار اخلي. هغې دا حالت «بېسابقه» بللی او ټينګار يې کړی چې د دې هېواد د وېزو له سيسټم څخه بايد ناوړه استفاده و نه شي.
بريتانوي چارواکو دا هم ويلي چې دغه محدوديتونه به د مهاجرتي قوانينو د رسمي تعديل له لارې عملي شي. د نويو تګلارو له مخې، د پناه غوښتونکو حالت به هر ۳۰ مياشتو کې وارزول شي، او هغه کسان چې هېوادونه يې «خوندي» وپېژندل شي، مکلف دي چې ژر تر ژره خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
په وروستيو کلونو کې بريتانيا د افغانستان د يو شمېر اتباعو لپاره د تحصيلي او کاري مهاجرت يو مهم ځای و، خو دغه بدلونونه کولی شي د نويو غوښتونکو پر پلانونو مهم اغېز ولري.




