د برتانيې د پارلمان غړې: د افغان ښځو د حقونو له پامه غورځول نړيواله خيانت ده

اليس مکډونالډ، د برتانيې د پارلمان غړې، ويلي ده چې د ښځو د حقونو بحراني حالت، د جنسي توپير پالنې او درغليو ناديده نيول په افغانستان کې، يوازې د افغان ښځو پر وړاندې خيانت نه دی، بلکې د نړۍ د ټولو ښځو پر وړاندې خيانت ګڼل کېږي.
هغې په پارلمان کې په يوې اعلاميې کې ټينګار کړی چې هېواد يې، چې اوس د واکمن ګوند په توګه د ښځو د حقونو د دفاع اوږد تاريخ لري، نه شي کولی له دې مسؤليته ځان خلاص کړي. د هغې په وينا، د دې بحران له پامه غورځول د ښځو پر وړاندې اخلاقي او نړيوالو ژمنو ته شا ګرځول دي.
دې د افغانستان د ښځو او نجونو حالت «ويجاړونکی» بللی، خو زياته کړې يې ده چې نړۍ بايد تسليم نه شي، ځکه د افغانستان ښځې خپله تسليم شوې نه دي. هغې افغان ښځې هوډمنې او الهام بښونکې يادې کړې چې د محدوديتونو سره سره، بيا هم د اقتصادي فعاليت او ټولنې په مخکښ رول موندلو هڅې کوي.
مکډونالډ ټينګار کړی چې تر څو د افغان ښځو او نجونو پر منظمه ځپل نه وي مخنيوی شوی، نړيواله برابري ناشونې ده. د هغې په باور، دا يوازې يو اخلاقي موضوع نه ده، بلکې له نړيوال امنيت سره تړاو لري، ځکه د جنسي برابري نشتوالی د دايمي سولې پر وړاندې خنډ ګڼل کېږي.
هغې له برتانيې او نورو هېوادونو غوښتي چې د نړيوالو ارزښتونو ملاتړ وکړي او د افغان ښځو او نجونو د حقونو له عملي ملاتړ سره د نړۍ د مظلومو خلکو لپاره د هيلې نښه وګرځي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو اداره له ۲۰۲۱ کال د اګست له واک ته رسېدو وروسته، په تدريجي ډول د ښځو ډېری بنسټيز حقونه ترې اخيستي او هغوی يې له شپږم ټولګي پورته زده کړو او لوړو تحصيلاتو منع کړي دي. د دغو تګلارو پر ضد د کورنيو او نړيوالو پراخو غبرګونونو سره، دغه محدوديتونه نه يوازې پای ته نه دي رسېدلي، بلکې لا پسې زيات شوي دي.




