د استارمر د ځای ناستي په اړه اټکلونه؛ د جان هیلي نوم مخې ته راغی

انګلیسي ورځپاڼې ټېلېګراف راپور ورکړی چې د بریتانیا د دفاع وزیر جان هیلي د هغو جدي نوماندانو له ډلې څخه ګڼل کېږي چې د کر استارمر د ځای ناستي په توګه د لومړي وزیرۍ د مقام لپاره مطرح شوی دی. دغه اټکلونه د جفري اپستین، چې یو جنسي مجرم و، له دوسیو سره د تړلو لانجو تر زیاتېدو وروسته لا پسې پراخ شوي دي.
د راپور له مخې، د استارمر یو شمېر مخالفان د کارګر ګوند په دننه کې هیلي د «یووالي نوماند» په توګه یادوي او د ګوند د مشرتابه لپاره یې ملاتړ کوي. ویل کېږي چې د ګوند د ښي او چپ دواړو لورو غړي هم د ده له احتمالي نوماندۍ ملاتړ څرګند کړی دی.
یوه باخبره سرچینه ټېلېګراف ته ویلي چې د هیلي د ځای ناستي په اړه خبرې «ورځ تر بلې ډېرې ښکاره کېږي» او هغه د ګوند دننه د سیالیو د بریا لپاره اړین باور او ځای لري.
همدارنګه، د ګوند ځینو غړو باور څرګند کړی چې د بریتانیا بهرني ملګري به د هیلي د احتمالي لومړي وزیرۍ په اړه مثبت نظر ولري، ځکه هغه په نړیوال ډګر کې یو پېژندل شوی څېره ده.
له دې وړاندې هم د بریتانیا رسنیو راپور ورکړی و چې کر استارمر د جفري اپستین له دوسیو سره تړلو هلو ځلو او حاشیو وروسته د لومړي وزیرۍ له مقامه د استعفا موضوع تر غور لاندې نیولې ده.




