دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

د برېتانيې پخواني دفاع وزير: د طالبانو د انګېس ننوتلو امکان د تخلیې په بهير کې شونی و

د برېتانيې پخواني دفاع وزير سر بن والاس ويلي، د ۲۰۲۱ کال د کابل له سقوط وروسته د افغانستان د وګړو د بيړنۍ او چټکې تخلیې پر مهال نه شي ویل کېدای چې ټول هغه کسان چې برېتانيې ته انتقال شوي دي، د بشپړو امنیتي ارزونو له پړاوونو تېر شوي وي.

د ټېلېګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه څرګندونې د چهارشنبې ماښام (د جدي لومړۍ نېټه) هغه مهال شوې چې والاس د برېتانيې د عوامو جرګې د دفاعي کمېټې مخې ته د شهادت لپاره راڅرګند شو. دغه ناسته د ۲۰۲۲ کال د برېتانيې د افغانستاني همکارانو د معلوماتو د افشا کېدو د څېړنې په موخه ترسره شوې وه.

هغه ټینګار وکړ، په يوه لويه او بيړنۍ تخلیه کې د تېروتنې احتمال شته او سره له دې چې اړوند بنسټونو د لازمې څېړنې هڅې کړې، هغه په پرېکنده توګه نه شي ردولای چې ښايي ځينې کسان د بشپړو امنیتي معيارونو له پوره کولو پرته برېتانيې ته داخل شوي وي.

د راپور له مخې، دا موضوع په داسې حال کې راپورته شوې ده چې د برېتانيې د افغانستاني همکارانو د معلوماتو افشا کېدو حکومت دې ته اړ کړ چې د طالبانو د احتمالي غچ اخیستنې له ګواښ سره د مخ کېدو د مخنیوي لپاره زرګونه نور کسان هم انتقال کړي. دا اقدام شاوخوا ۸۵۰ ميليونه پونډه لګښت درلود.

په دوام کې راغلي چې د افغانستانیانو د بيا مېشتېدو پروګرامونه ـ چې درې بېلې طرحې لري ـ په پيل کې تر ۷ ميليارده پونډونو ارزول شوي وو، خو وروسته د برېتانيې د دفاع وزارت دا شمېر ۵.۵ تر ۶ ميليارده پونډونو راکم کړ.

سر بن والاس د پارلمان د غړو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د طالبانو د غړو د برېتانيې خاورې ته د ننوتلو امکان شته، ويلي چې له دې امله چې هغه له دفاع وزارت څخه استعفا ورکړې، نه شي کولای د ځينو د بيا مېشتېدو د لارو چارو، په ځانګړي ډول د وروستیو پړاوونو، په اړه مشخص نظر وړاندې کړي.

له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو او د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته، پراخ امنیتي او انساني اندېښنې رامنځته شوې. زرګونه هغه افغانان چې له برېتانيې له ځواکونو او ادارو سره يې همکاري کړې وه، اړ شول د پناه غوښتنه وکړي ـ يو حالت چې لا هم د هغې پايلې دوام لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button