سياستمهم خبرونه

د بریتانیا ځانګړي استازي د افغانستان د خپلواکو رسنیو پر رول ټینګار وکړ

د بریتانیا ځانګړي استازي د افغانستان لپاره، ریچارد لیندسي، ویلي چې د افغانستان خپلواکې رسنۍ د هېواد دننه او بهر د خلکو د غږ د نړيوالې ټولنې تر غوږ رسولو کې بنسټیز رول لري. نوموړي ټینګار وکړ چې د بيان ازادي د افغانستان د امن، ټول‌شمول او روښانه راتلونکي د جوړولو لپاره يو بنسټيز اصل دی.

لیندسي د پنجشنبې په ورځ، د دلوې په ۲۳مه، په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان د یو شمېر خپلواکو رسنیو له استازو سره یې لیدنه کړې ده. د ده په وينا، په دې لیدنه کې د رسنیو د فعالیتونو د ارزښت او د هغوی د رول په اړه چې څنګه د بیان ازادي پیاوړې کوي، خبرې شوې دي.

هغه زياته کړه: «د بيان ازادي د ټولو افغان وګړو لپاره د يو خوندي، ټول‌شموله او هوسا راتلونکي د جوړولو لپاره ضروري ده.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې په تېرو کلونو کې ډېری افغان خبریالان له پراخو محدوديتونو او زياتېدونکي فشار سره مخ شوي دي.

له هغې وروسته چې د طالبانو اداره يو ځل بيا پر افغانستان واکمنه شوه، د رسنيو فعاليتونه له بې‌ساري محدوديتونو سره مخ شول. راپورونه ښيي چې سانسور، د خپرونو درول او پر خبریالانو نوي بندیزونه د هېواد د رسنیز فضا ډېره تنګه کړې ده.

له دې وړاندې د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی و چې د ۱۴۰۳ کال د اسد له مياشتې راپدېخوا، د طالبانو اداره په رسمي توګه په شلو څخه زياتو ولايتونو کې د ژوندي مخلوقاتو د انځورونو خپرول منع کړي دي؛ داسې ګام چې د بيان د آزادۍ د ملاتړ کوونکو بنسټونو پراخې نيوکې راوپارولې او د هېواد د خپلواکو رسنيو د راتلونکې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button