روغتيامهم خبرونه

بریتانیا د افغانستان د ماشومانو د سو تغذيې د مخنیوي لپاره ۸ ميليونه پونډ مرسته کوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د بریتانیا حکومت د افغانستان د ماشومانو د سو تغذيې د مخنیوي د پروګرامونو د ملاتړ لپاره اته ميليونه پونډ ځانګړي کړي دي. دغه مالي مرسته به د یونیسف، د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت سازمان (فائو) او نورو اړوندو ادارو په همکارۍ ولګول شي.

د یونیسف په وینا، دا مرسته د “په افغانستان کې د لومړنیو خوړو” د نوښت په چوکاټ کې لګول کېږي؛ یو پروګرام چې موخه یې د ۶ تر ۲۳ میاشتو د ماشومانو لپاره د متنوع، ارزانه او خوندي خوړو د لاسرسي ښه کول دي. دغه پروګرام د ماشومانو پر سالمې تغذيې په لومړیو کلونو کې تمرکز لري، هغه موده چې د ماشوم د فزیکي او ذهني ودې لپاره ډېره مهمه بلل کېږي.

یونیسف ویلي، تمه ده چې له دې طرحې څخه به له ۱۵۰ زرو څخه ډېر د دوو کلونو څخه کم عمره ماشومان په مستقیم ډول ګټه واخلي. همدارنګه، له ۶۴۰ زرو څخه ډېر د ماشومانو ساتونکي او د سیمې اوسېدونکي به په غیرمستقیم ډول د دې پروګرام له پایلو څخه برخمن شي.

په داسې حال کې چې افغانستان د فقر او خوړو د نه‌مصونیت له پراخ بحران سره مخ دی، د مرستو ادارو څو څو ځله خبرداری ورکړی چې اوسني محدودیتونه او جوړښتي نیمګړتیاوې د ماشومانو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو وړتیا کمه کړې ده. د دې ډول مرستو دوام د ماشومانو ترمنځ د سو تغذيې د بحران د ژورتیا د مخنیوي لپاره حیاتي بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button