امنیت او پېښېمهم خبرونه

د امارات متحده عربي غبرګون د افغانستان وروستیو سېلابونو ته؛ په اته ورځو کې ۵۱ کسان وژل شوي

د افغانستان په څو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د اماراتو متحده عربي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده. د طالبانو د ادارې د ورکړل شوو شمېرو له مخې، په تېرو اته ورځو کې لږ تر لږه ۵۱ تنه وژل شوي او ۸۹ نور ټپیان دي.

د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي خبرپاڼه کې د قربانیانو د کورنیو او د افغانستان د خلکو سره د تسلیت تر څنګ، د ټپیانو د ژر روغېدو هیله ښوولې ده. د همدې شمېرو له مخې، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې سېلابونو درې تنه وژلي او ۱۶ نور یې ټپي کړي دي.

افغانستان هر کال د پسرلي له پیل سره له فصلي سېلابونو سره مخامخ کېږي؛ داسې پدیده چې په ګڼو ولایتونو کې هم مالي او هم ځاني زیانونه رسوي. سره له دې، د تکرارېدونکو تلفاتو او پراخو زیانونو دوام ښيي چې د طالبانو له لوري د مخنیوي تدابیر او د بحران مدیریت لا هم له جدي ستونزو سره مخامخ دی.

د کلیوالي سیمو اوسېدونکي، چې ډېر یې پر کرنه او مالدارۍ تکيه لري، د معیاري زیربناوو، د کنترولي بندونو او اغېزمنو د خبرتیا سیسټمونو د نشتوالي له امله زیات زیان ویني. دا وضعیت د شفاف پلان‌ جوړونې، په طبیعي خطرونو د کمولو په موخه د پانګونې او د اتباعو د ژوند د خوندیتوب په برخه کې د جدي ځواب‌ ویلو اړتیا روښانه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button