د اماراتو درملیزه مرسته د جوزجان له ۲۰۰ بستریز روغتون سره ورکړل شوه

متحده عربي امارات د درملنې د لومړنيو اړتیاوو د پوره کولو لپاره، د ۱۵۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت ۶۵ ډوله درمل د جوزجان ولايت ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون ته مرسته وکړه. دا مرسته نن (د دوشنبې په ورځ) په رسمي ډول د روغتون مسؤلينو ته وسپارل شوه.
د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي د دغو مرستو د تسليمۍ پر مهال وويل، چې مرسته شوې درمل بايد په عادلانه او شفاف ډول د ناروغانو د درملنې په برخه کې وکارول شي. نوموړي زياته کړه، چې د ناروغانو برابر لاسرسی د روغتيايي خدمتونو ته، په ځانګړي توګه د امکاناتو د کمښت په حالاتو کې، يو بنسټيز اصل دی.
د جوزجان والي له روغتون له مسؤلينو هم وغوښتل، چې د درملو د ساتنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي او اړين روغتيايي معيارونه مراعات کړي، څو د درملو کیفیت او اغېزمنتيا وساتل شي.
په دې حال کې، د جوزجان ولايت ۲۰۰ بستریز روغتون رئيس ډاکټر افضل عظیمي وويل، چې دا مرسته کولای شي په دې روغتيايي مرکز کې د درملو د کمي یوه مهمه برخه جبران کړي. د هغه په وينا، دا درمل به د ناروغانو د لومړنيو درملیزو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي او د مراجعینو لپاره د روغتيايي خدمتونو کیفیت به ښه کړي.
وسیم سروري، چې د متحده عربي اماراتو د سفارت استازی دی، د دې مرستې موخه د ناروغانو بنسټيزو درملیزو اړتیاوو ملاتړ وباله. نوموړي زیاته کړه، چې متحده عربي امارات هڅه کوي خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي او په راتلونکي کې به د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې له خلکو سره همکاري وکړي.




