د ترکمنستان برېښنا له هرات سره تر دوو ماتو ستنو وروسته پرې شوې

د ترکمنستان له اړخه افغانستان ته واردېدونکې برېښنا تېره شپه له دوو ستنو د ویجاړېدو وروسته په «بند بقرچر» سیمه کې پرې شوې ده. د دې پېښې له امله د هرات ولایت ته د برېښنا واردات په بشپړ ډول درېدلي دي.
د هرات د والي ویاند، محمد یوسف سعیدي، نن چهارشنبه (د حوت ۲۰مه) وویل چې دغه دواړه ستنې تخریب شوې دي او د همدغې خرابۍ له امله د برېښنا نښلول بند شوي دي. د نوموړي په وینا، د برشنا شرکت تخنیکي ډلې سیمې ته استول شوي څو د ترمیم او بیا د برېښنا د نښلولو چارې ژر تر ژره بشپړې کړي.
هرات له هغو ولایتونو څخه دی چې ډېره برخه اړتیا وړ برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي، او د انتقال مزیو هر ډول زیان د خلکو ورځنی ژوند او اقتصادي فعالیتونه په مستقیم ډول اغېزمنوي.
دا په داسې حال کې ده چې له ازبکستان څخه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو ته واردېدونکې برېښنا هم له شنبې راهیسې د «تنگي تاشقرغان» په سیمه کې د تخنیکي ستونزې له امله پرې شوې ده. د دا ډول پېښو تکرار د طالبانو تر اداره لاندې د برېښنا د بنسټیزو تاسیساتو د مدیریت او ساتنې په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي، هغه تاسیسات چې د هغوی زیانمنېدل د هېوادوالو پر ورځني ژوند پراخ اغېز لري.




