مهم خبرونهنړیوال

په حمص ښار کې د ناامنۍ نوې څپه؛ د علوي کورنۍ تښتونه خلک اندېښمن کړي

د سوریې سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د دغه هېواد په حمص ښار کې د یوې علوي کورنۍ غړي د خپل کور پر لور د تګ پر مهال تښتول شوي دي؛ دا پېښه یو ځل بیا په سوریه کې د امنیتي وضعیت نازکتیا ښکاره کوي.

د سیمې رسنیو د راپور له مخې، دغه کورنۍ د حمص ښار د “کرم‌اللوز” په مېنه کې چې ګڼ مېشتي سیمه ده، تښتول شوې ده.

یوې سیمه‌ییزې سرچینې ویلي، چې دا تښتونه د ناپېژاندو وسلوالو کسانو له خوا ترسره شوې او دا پېښه په یوه ګڼ مېشته سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، له دې پېښې وروسته د ځایي خلکو تر منځ وېره او اندېښنه ډېره شوې او د خلکو د ناامنۍ احساس یې لا زیات کړی دی.

همداراز، تر دې وړاندې هم راپورونه خپاره شوي وو، چې ښيي علوي توکمه خلک د سوریې په ځینو سیمو کې د جولاني ډلې اړوند عناصر له خوا د بریدونو او تښتونو هدف ګرځي؛ دا موضوع د فرقه‌ییزو تاوتریخوالو د دوام او پر ملکي وګړو د مؤثرې ساتنې د نشتوالي اندېښنې زیاتې کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button