اقتصاد

ترک پانګوال د افغانستان د اوبو پروژو ته لیوالتیا ښودلې

د ترکیې یو شمېر پانګوال د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال مجیب‌الرحمن عمر آخندزاده سره په یوه غونډه کې د افغانستان د اوبو په برخو کې د پانګونې لیوالتیا ښودلې ده.

دغه ناسته چې د «عوفی بهرام» شرکت له رئيس سره یوځای تر سره شوې، په افغانستان کې د اوبو سکتور د اقتصادي فرصتونو موضوع یې اصلي تمرکز وو. د ترکیې لور خپل چمتووالی ښودلی چې د هېواد په بنسټیزو اوبو پروژو کې مالي او تخنیکي ګډون وکړي.

په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال د یو شمېر مهمو اوبو پروژو یادونه وکړه، چې پکې د کابل څخه پنجشېر ته د اوبو د انتقال پروژه او د للندر شاتوت بند پروژه شاملې دي. دا پروژې د هغو لویو طرحو له ډلې دي، چې که عملي شي، د هېواد د اوبو سرچینو مدیریت به پرې مهم اغېز ولري.

له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي، د اوبو رسونې په شمول بنسټیز سکتورونه له ستونزو او ناپېژندګلوۍ سره مخ شوي دي. افغانستان اوس مهال سخته اړتیا لري چې په بنسټیزو پروژو کې پانګونه وشي، خو د حقوقي او امنیتي ضمانتونو نشتون د بهرنیو پانګوالو د پراخ حضور مخه نیولې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button