سياستمهم خبرونه

د ترکي دولتونو ټینګار پر خبرو اترو د کابل او اسلام‌اباد د ترینګلتیا د کمېدو لپاره

د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ترکي دولتونو د سازمان غړي هېوادونه هیله لري اوسني ترینګلتیاوې د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو اترو له لارې حل شي او افغانستان وکولای شي له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي. ده د افغانستان ثبات د ترکي‌ژبو هېوادونو لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه چې دغه هېوادونه حالات له نږدې څاري.

هاکان فیدان د ترکي‌ژبو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د ناستې په پای کې وویل، په دې غونډه کې د افغانستان وضعیت هم څېړل شوی دی. د ده په وینا، د دې سازمان یو شمېر غړي هېوادونه له افغانستان سره ګډه پوله لري، او همدغه لامل د افغانستان آرامي او ثبات د دوی لپاره مستقیم اهمیت لري. نوموړي د وروستیو ورځو د کابل او اسلام‌اباد تر منځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو یادونه هم وکړه.

تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم په یوه ټیلیفوني اړیکه کې له د طالبانو د ادارې له بهرني وزیر سره د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د ترینګلتیا د کمېدو پر اړتیا ټینګار کړی و. سربېره پر روسیې، اندونیزیا، قطر، سعودي عربستان او چین هم د کابل او اسلام‌اباد تر منځ د اختلافونو د حل لپاره د مرستې چمتووالی اعلان کړی دی.

دغه ډیپلوماټیکې هڅې په داسې حال کې زیاتې شوي چې له پوځي ترینګلتیاوو د زیاتېدو له لسو ورځو ډېر وخت تېر شوی، خو تر اوسه د کابل او اسلام‌اباد تر منځ رسمي خبرې نه دي شوي. د طالبانو اداره څو ځله ویلي چې اختلافونه باید د ډیپلوماټیکو لارو حل شي، خو د روانې مبهمې وضعې دوام د هغې د احتمالي امنیتي او انساني پایلو په اړه د اندېښنو لامل شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button