د هرات–خواف د اورګاډي له لارې په يوه ورځ کې له ۴۸۰۰ ټنه ډېر توکي لېږدول شوي

د طالبانو تر اداره لاندې د هرات ولايت ځايي چارواکي وايي چې د لومړي ځل لپاره په يوه شپهورځ کې له ۴۸۰۰ ټنه زيات سوداګريز توکي د هرات–خواف د پټلۍ له لارې لېږدول شوي دي. د هغوی په وينا، دا شمېر د دې لړۍ له عملي ګټې اخيستنې د زياتېدو څرګندونه کوي.
د هرات د والي وياند محمديوسف سعيدي وايي چې د ترسره شويو تخنيکي څېړنو له مخې، د دې پټلۍ مياشتنی د توکو د لېږد ظرفيت له ۱۲۰ زره ټنو او کلنی ظرفيت نږدې يو نيم ميليون ټنو ته رسېږي. د ده په خبره، دا ظرفيت کولای شي د منظم او پراخ کچې د توکو د لېږد زمينه برابره کړي.
ځايي چارواکي باور لري چې د هرات–خواف د اورګاډي د بشپړې فعالېدو په صورت کې به افغانستان له سيمهييزو او نړيوالو بازارونو سره ونښلول شي او دا به د هېواد د اقتصاد د پياوړتيا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د ترانزيټي ارزښت د لوړولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
هرات د خپل جغرافيايي موقعيت له امله د افغانستان د لوېديځ يو له مهمو سوداګريزو لارو څخه دی. د هرات–خواف د اورګاډي پټلۍ د يوې زېربنايي پروژې په توګه کولای شي د دې ولايت سوداګريز اهميت په سيمهيزه کچه لا زيات څرګند کړي.




