مهم خبرونهنړیوال

ترکيا د ايران پر وړاندې د کردي ډلو فعاليتونه د سيمې امنيت ته ګواښ وباله

د ترکیې د دفاع وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي چې د ايران سره تړلو بېلتون غوښتونکو کردي ډلو تحرکات له نږدې څاري او دا فعاليتونه يې د ايران امنيت او د سيمې ثبات ته ګواښ بللی دی.

په اعلاميه کې ټینګار شوی چې هر ډول وسله‌وال يا بې‌ثباته کوونکي اقدام په پوله‌يزو سيمو کې کولای شي پراخې امنيتي پایلې ولري. انقره زياته کړې چې د دغو خوځښتونو اړوند بدلونونه او پرمختګونه له دقيقې څارنې لاندې لري.

په همدې حال کې راپورونه وايي، د امريکا متحده ایالاتو حکومت په وروستيو ورځو کې هڅه وکړه څو د سيمې د ځينو هېوادونو، لکه عراق او ترکيې، ملاتړ ترلاسه کړي، ترڅو د کردي ياغي او بېلتون غوښتونکو ډلو د تجهيز او تنظيم له لارې د ايران پر پولو بريدونه وکړي، خو دغه هڅه بې‌پایله پاتې شوه.

د راپورونو له مخې، د عراق کردستان سيمه‌يز حکومت هم له دغو ډلو د وسلو پر بنسټ سمبالېدو او د ايران پولو ته د استولو مخالفت څرګند کړی دی. تر اوسه د دغو خوځښتونو د ابعادو او احتمالي ديپلوماتيکو غبرګونونو په اړه نور جزييات نه دي خپاره شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button