مهم خبرونهنړیوال

د ترکیې د استخباراتو مشر: پر ایران پوځي عملیات یوه تېروتنه ده

د ترکیې د استخباراتي ادارې مشر اعلان کړی چې پر ایران پوځي عملیات «تېروتنه» ده او باید د اسراییلو پر وړاندې د فشار له لارې د جګړې له پراخېدو او د هغې له یو سیمه‌ییز او نړیوال بحران ته د تبدیلېدو مخه ونیول شي. ده ټینګار وکړ چې انقره هڅه کوي خپلې هڅې متمرکزې کړي څو له روانو منځني ختیځ شخړو ځان لرې وساتي.

ابراهیم کالین د وروستیو تحولاتو ته په اشارې سره وویل، له ایران سره جګړه یوازې د اټومي ظرفیت مسألې پورې محدوده نه ده، او د ده په باور ځینې اړخونه هڅه کوي سیمه د څو لسیزو بې‌ثباتۍ او شخړو پر لور ولاړه کړي. ده خبرداری ورکړ چې د دې وضعیت دوام به د سیمې پر امنیت پراخې اغېزې ولري.

دغه لوړپوړي ترک چارواکي همدارنګه د اسراییلو وروستیو بریدونو ته په اشارې وویل چې دا اقدامات په داسې حال کې ترسره شوي چې د امریکا چارواکي له ایران سره د خبرو اترو خبره کړې وه. د ده په وینا، د تیرو دوو ورځو بریدونه به ښايي هغه هڅې له ننګونو سره مخ کړي چې د خبرو اترو د بهیر د پر مخ وړلو لپاره روانې دي.

کالین څرګنده کړه چې ترکیه د جګړې د پراختیا د مخنیوي لپاره پراخې دیپلماتیکې هڅې پیل کړې دي او غواړي د سیمې په کچه د کړکېچ مهار تضمین کړي. ترکیه چې په تېرو کلونو کې یې په ځینو سیمه‌ییزو بحرانونو کې منځګړیتوب کړی، دا ځل هم د تاوتریخوالي د کمولو او د بحران د نړیوالېدو د مخنیوي پر اړتیا تاکید کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button