د ترکیې د IHH بنسټ مسئول د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير سره وليدل

عبدالله آلتاي، د ترکيې د «IHH» خيريه بنسټ د بشردوستانه ډيپلوماسۍ مسئول، له اميرخان متقي، د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو له وزير سره ليدنه ترسره کړې او د دغې ادارې د بشردوستانه فعاليتونو په اړه يې خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په يو خبرپاڼه کې ويلي، دواړو لورو د مرستو د وېش بهير او د دې بنسټ د فعاليتونو د دوام څرنګوالي په اړه بحث کړی دی. د خبرو د جزئياتو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، اميرخان متقي د IHH بنسټ له بشردوستانه مرستو مننه کړې او د ترکيې د خيريه سازمانونو فعاليتونه په افغانستان کې ارزښتناک بللي دي. نوموړي همدارنګه د دغو بنسټونو د فعاليتونو د دوام هرکلی کړی دی.
د IHH بنسټ د ترکيې له هغو خيريه ادارو څخه دی چې په وروستيو کلونو کې یې په افغانستان کې د مرستو او بشري ملاتړ په برخه کې شتون درلودی او په يو شمېر ولايتونو کې یې پروګرامونه پلي کړي دي.




