ټولنه‌یزمهم خبرونه

ترکمنستان د بشري مرستو دولسمه محموله هرات کې افغان سرې میاشتې ته وسپارله

نن (چهارشنبه)، د ترکیې هیواد د بشري مرستو دولسمه محموله چې ۱۲۷۱ ټنه وزن لري، د هرات ولایت په مرکز کې د افغان سرې میاشتې ادارې مسؤلینو ته وسپارل شوه. دغه مرستې چې د خوراکي او غیر خوراکي توکو څخه جوړې دي، د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره د همکارۍ په موخه افغانستان ته لېږل شوي دي.

د افغان سرې میاشتې عمومي رئیس، شیخ شهاب‌الدین دلاور، د دې مرستو د ترلاسه کولو پر مهال څرګنده کړه چې د مرستو د وېش بهیر به له جدي څارنې لاندې وي ترڅو مرسته‌کوونکي توکي اصلي مستحقو کسانو ته د هېواد ټولو ولایتونو کې ورسېږي. هغه یادونه وکړه چې سږکال سرې میاشتې په زلزله اغېزمنو ولایتونو لکه کونړ، بلخ او سمنګان کې پراخې مرستې کړي او هلته یې روغتیايي کمپونه او د ګرم خواړو وېش فعال ساتلی دی.

په همدې مراسمو کې، د هرات والي، شیخ مولانا نوراحمد اسلام‌جار، د بشري کړاوونو په کمولو کې د یادې ادارې له هڅو څخه مننه وکړه او د محلي ادارې د مرستو د وېش په بهیر کې د همکارۍ چمتووالی وښود.

د ترکیې جنرال قونسل په هرات کې، تزجان قاضی‌اوغلو، هم وویل چې هېواد یې د سختو حالاتو پر مهال د افغانانو لاس نه‌دی خوشې کړی او دوامداره ملاتړ ته به دوام ورکړي. هغه ټینګار وکړ چې ترکیه دغه مرستې د زیانمنو شویو کسانو د ملاتړ لپاره لېږلي څو د بشري ستونزو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

په افغانستان کې د بشري مرستو کارپوهان وایي، سره له دې مرستو، لاهم بشري اړتیاوې پراخې دي، او د طالبانو د حکومت له‌خوا د مؤثرو برنامو نشتون، د طبیعي پېښو د مدیریت اساسي بار د نړیوالو ادارو او خیریه بنسټونو پر اوږو اچولی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button