سياستمهم خبرونه

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير پر اسلام‌اباد د تهران سفر ته لومړيتوب ورکړ

تمه کېدله چې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هاکان فیدان د طالبانو حکومت او د پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اسلام‌اباد ته سفر وکړي، خو نوموړی د يکشنبې په ورځ په ناڅاپي ډول تهران ته لاړ او هلته یې د ایران له بهرنيو چارو وزير حسین امیرعبداللهیان سره وکتل.

فیدان د خپل ایراني سیال سره په ګډه خبري غونډه کې تایید کړه چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د تاوتریخوالي مسله یې په خپلو خبرو کې یاده کړې؛ خو نوموړي د دې موضوع د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه. نوموړي یوازې دا وویل چې د افغانستان اړوند موضوعات او د سیمې نور مهم مسایل لکه د اسرائیل فزاینده نفوذ او هستوي خبرې یې له ایراني چارواکو سره د مشورو اصلي ټکی و.

ترکيې پخوا د کابل، انقرې او اسلام‌اباد ترمنځ په درې‌جانبه خبرو کې فعاله منځګړيتوب کړی و. یاد هېواد په دویم او دریم پړاو کې د دغو ناستو کوربه‌توب کړی و او هڅه‌یې کوله چې د خواوو ترمنځ د همغږۍ فضا رامنځته کړي.

خو دا چې د ترکيې د بهرنيو چارو وزیر پر ځای د تهران سفر کړی، د انقرې د دیپلوماتیکو لومړيتوبونو په اړه د افغانستان د امنیتي بحران او د سرحدي تاوتریخوالي په تړاو ګڼې اوازې راپارولي دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان تر منځ زیاتېدونکي ترینګلتیاوې د سیمې په کچه اندېښنې راپارولي دي، او که دا وضعیت مدیریت نه شي، پراخې پایلې به ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button