د ترکیې دفاع وزارت: اسراییل د منځني ختیځ د بېثباتۍ اصلي لامل دی

د ترکیې دفاع وزارت ویلي چې په باور د دغه وزارت، اسراییل په تېرو دوو کلونو کې د سیمې او نړۍ په کچه د بېثباتۍ او ګډوډۍ د رامنځته کېدو اساسي رول لوبولی دی. دې وزارت په رسمي اعلامیه کې د اسراییل کړنې په غزه، لوېدیځه غاړه، لبنان، سوریه او د سیمې په نورو برخو کې د دوامدارو بحرانونو اصلي عوامل بللي دي.
په اعلامیه کې هیله څرګنده شوې چې راتلونکی میلادي کال به هغه کال وي چې د فلسطین ولس وکولای شي خپل د باعزته ژوند حق ترلاسه کړي. د ترکیې دفاع وزارت ټینګار کړی چې له نړیوالو غبرګونونو او هڅو سره سره، لا هم د وژل کېدو د دوام او هغو کړنو مخه نه ده نیول شوې چې د فلسطینیانو پر وړاندې غیر انساني عملونه بلل شوي دي.
دغه نظامي اداره د لبنان، سوریې او غزې د دوامدارو عملیاتو او تاوتریخوالي په تړاو زیاته کړې چې د اسراییلي چارواکو لفاظۍ او ګواښونه د سیمې پر هېوادونو لا هم روان دي او نړیواله ټولنه تر اوسه د دې وضعیت په کنټرول کې پاتې راغلې ده.
په بلې برخې کې، د ترکیې دفاع وزارت د سوریې وضعیت ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د دغه هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ملاتړ کوي. وزارت د «سوریایي ډیموکراتیک ځواکونو» (قسد) په نوم ډلې تورنه کړې چې د سوریې له پوځ سره د یوځای کېدو له ډډه کولو سره د دې هېواد ثبات او ځمکنۍ یووالي ته ګواښ پېښوي.
د ترکیې دفاع وزارت په وینا، د قسد غړي لا هم پر غیر متمرکزې واکمنۍ او فدرالیزم ټینګار کوي او تر اوسه یې د دمشق له مرکزي حاکمیت سره د یوځای کېدو لپاره کوم عملي ګام نه دی اخیستی — هغه چلند چې انقره یې د سوریې د ملي یووالي پر زیان بولي.
دغه وزارت څرګنده کړې چې ترکیه د «یو هېواد، یو پوځ» له اصل سره سم له دمشق سره نږدې همکاري لري او د دې احتمال له پامه نه غورځوي چې د قسد ځواکونه د سوریې پوځ سره یوځای شي. وزارت ټینګار کړی چې که دمشق د ملي یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا د پیاوړتیا لپاره کومه نوې هڅه وکړي، ترکیه به یې ملاتړ وکړي.




