سياستمهم خبرونه

ترکيه وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ له نږدې څاري

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير، هاکان فيدان، ويلي چې د افغانستان سوله او ثبات د سيمې د امنيت لپاره بنسټيز ارزښت لري او هېواد يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان حالت له نږدې څاري. نوموړي دا څرګندونې د ترک هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د غيررسمي غونډې وروسته په استانبول کې وکړې.

فيدان زياته کړه چې ځينې د ترک هېوادونه له افغانستان سره ګډه پوله لري، او له همدې امله هر ډول بې‌ثباتي په دې هېواد کې کولای شي سيمه ييزې پايلې ولري. د هغه په وينا، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ زياتېدل يو حساس موضوع ده چې له پاملرنې سره تعقيب کېږي.

په همدې حال کې، د ترکيې د بهرنيو چارو وزير تېر مياشت هم د طالبانو د حکومت له بهرنيو چارو وزير، مولوي اميرخان متقي، سره د ټليفوني خبرې پر مهال د سيمې پر حالاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وضعيت بحث کړی و.

د رپوټونو له مخې، د تېرې اوونۍ د يکشنبې په شپه د پاکستان پوځ د افغانستان هوايي حريم نقض کړی او د ننګرهار او پکتیکا په ولايتونو کې يې پر ځينو ملکي سيمو بريدونه کړي دي. وروسته افغان ځواکونو هم د کب له اتمې نېټې وروسته پر ځينو د پاکستاني پوځ تاسيساتو بريدونه پيل کړي دي.

چارواکي ادعا کوي چې په دغو نښتو کې پاکستان ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده؛ خو تر اوسه په دې اړه خپلواکې جزئيات نه دي خپاره شوي. ورسره هممهال، د نښتو زياتوالی د ملکيانو د خوندیتوب او د طالبانو د ادارې د کړکېچ د مديريت په اړه اندېښنې راپارولي او د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه د شفافيت او ځواب‌ويونکۍ ضروت ته اشاره کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button