ترکیې په ۲۰۲۵ کال کې له ۴۲ زرو ډېرو افغان مهاجرینو د نیولو راپور ورکړ

د ترکیې د مهاجرت ادارې اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د دې هېواد د امنیتي ځواکونو لخوا لسګونه زره غیرقانوني افغان مهاجرین نیول شوي دي، چې افغانان د بهرنیو نیول شویو کسانو په سر کې ځای لري.
د ترکیې د رسنیو د راپورونو له مخې، په روان میلادي کال کې ټولټال ۱۵۲ زره او ۳۳۱ غیرقانوني مهاجرین په ټول ترکیه کې نیول شوي دي. له دې شمېرې څخه ۴۲ زره او ۲۰۲ تنه د افغانستان او ۲۱ زره او ۱۱۷ تنه د سوریې اتباع دي، چې د نیول شویو کسانو تر ټولو زیات شمېر جوړوي.
په دې لړۍ کې د ازبکستان، ترکمنستان او ایران اتباع هم د غیرقانوني مهاجرت په تور نیول شوي دي. د ترکیې چارواکو همدارنګه ویلي چې په همدې موده کې ۱۰ زره او ۸۸۳ تنه د انسان قاچاق په تور د دې هېواد د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.
د افغان مهاجرینو د نیولو د زیاتوالي راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې افغانستان دا مهال له ګاونډیو هېوادونو د اجباري ستنوونې له یوې سترې څپې سره مخ دی. له دې وړاندې د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه، له پاکستان، ایران او ترکیې څخه څه باندې یو میلیون او ۸۲۱ زره کسان افغانستان ته ستنېدلي دي.
خو مدني بنسټونه او یو شمېر د هېواد اوسېدونکي بیا خبرداری ورکوي چې د طالبانو اداره د راستنېدونکو د جذب، مېشتېدو او ملاتړ لپاره شفاف او اغېزمن پروګرام نه لري؛ داسې وضعیت چې کولای شي د بېکارۍ، فقر او ټولنیز بېثباتۍ بحرانونه په هېواد کې لا پسې زیات کړي.




