مهم خبرونهنړیوال

د ټي‌ټي‌پي ادعا: شاوخوا ۲۰۰ پاکستاني سرتېري له پوځي اډې تښتېدلي دي

تحريک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ويلي، نژدې ۲۰۰ د پاکستان د پوځ سرتېري د خيبر پښتونخوا د بنو ښار له يوې پوځي اډې څخه خپل دندې پرېښې او د تېښتې هڅه يې کړې ده. د دې ډلې په ادعا، دغه سرتېري د جګړې له وېرې اډه پرېښې وه، خو وروسته بېرته نيول شوي دي.

ټي‌ټي‌پي دا پېښه د پاکستاني پوځ د مورال د کمزورۍ نښه بللې ده. د دوی په وينا، يو شمېر سرتېري روانه جګړه د مذهبي هدفونو لپاره نه، بلکې د سياسي او بهرنيو ګټو په خاطر بولي، او همدا خبره د اردو دننه د نارضايۍ د زياتېدو سبب شوې ده.

دغه وسله واله ډله زياتوي چې د دوی جګړه د پاکستان پر خلکو نه، بلکې د دې هېواد پر سياسي او پوځي جوړښت متمرکزه ده؛ هغه جوړښت چې د دوی په باور، د هېواد اسلامي هويت او اقتصاد ته زيان رسولی دی. ټي‌ټي‌پي د پاکستاني سرتېرو نه غوښتنه کړې چې د “وړو معاشونو” لپاره جګړه ونه کړي او د جګړې له ډګر څخه ووزي.

په عين وخت کې، تر دې وړاندې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان يو شمېر سياسي او مدني فعالانو هم د دغو سيمو له ځوانانو غوښتنه کړې وه چې اردو ته د تللو پرېکړه د پنجاب د سياسي او پوځي ګټو لپاره قرباني کېدل ونه ګڼي او له پوځ کې د شاملېدو ډډه وکړي.

امنيتي شنونکي وايي، په وروستيو مياشتو کې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په ولايتونو کې د وسله والو او بېلتون غوښتونکو ډلو فعاليتونه زيات شوي دي. دا تحرکات پر پاکستاني امنيتي ځواکونو فشار زيات کړی او د پوځ د مورال او چمتووالي په اړه پوښتنې راپورته کوي.

تر اوسه د پاکستان حکومت او پوځ د ټي‌ټي‌پي د دغې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی. دا ادعا په داسې حال کې مطرح کېږي چې د پاکستان شمال لوېديځ ځينې سيمې لا هم د امنيتي پلوه نازکې او اندېښمنوونکې بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button