ټرمپ: هېچا ته به د ونزوئلا د بندیزونو د ماتولو اجازه ورنهکړو

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ ویلي، چې واشنګټن به هېڅ هېواد یا خوا ته اجازه ورنهکړي، چې پر ونزوئلا لګول شوي بندیزونه مات کړي. ټرمپ دغه څرګندونې د اقتصادي فشار سیاستونو په تړاو وکړې چې د کاراکاس پر وړاندې روان دي.
ټرمپ، د امریکايي شرکتونو د وتلو په هکله خپله ناخوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې “ونزوئلا زموږ نفت اخیستی او موږ غواړو هغه بیرته ترلاسه کړو”. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې ونزوئلا د نړۍ د تر ټولو لويو نفتو زیرمو لرونکې هېواد ګڼل کېږي او له ډېرو کلونو راهیسې له پراخو صادراتي محدودیتونو سره مخامخ ده.
بل لور ته، د بلومبرګ خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا له لوري د ونزوئلا پر نفتو لګول شوي بندیزونه باعث شوي چې د دغه هېواد د نفتو زیرمه کولو ټانکرونه نږدې د خپل ظرفیت لوړې کچې ته ورسېږي؛ یو حالت چې د ونزوئلا د انرژۍ پر صنعت نور اقتصادي او عملیاتي فشارونه زیاتولای شي.
همدارنګه، پوليتیکو مجلې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د ټرمپ اداره له یو شمېر امریکايي نفتې شرکتونو سره خبرې کړي، څو د نیکولاس مادورو له واکه تر وتلو وروسته بېرته ونزوئلا ته ستانه شي. خو د دغو سرچینو پر وینا، امریکايي نفتې شرکتونو څرګنده کړې چې حتی د مادورو تر واکه وتلو وروسته هم چمتو نه دي چې ونزوئلا ته بېرته ولاړ شي او پانګونه یې ترسره کړي.




