اسراييلي رسنۍ: د ټرمپ هدف د ونېزويلا د انرژۍ سرچينې دي

د اسراييلي عبرۍ ژبو ځینو رسنيو منلې چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد د مبارزې ادعا د ونېزويلا پر وړاندې د فشار يو پټ دليل دی، څو د دغه هېواد د انرژۍ سرچينو ته لاسرسی ومومي.
د الميادين د راپور له مخې، دغو رسنيو ليکلي چې د واشنګټن د اقداماتو اصلي محور د ونېزويلا د نفتو او انرژۍ سکتور محاصره ده، نه د نشه يي توکو له شبکو سره مبارزه. د دوی په باور، هغه څه چې په رسنيو کې وړاندې کېږي، د سياسي او اقتصادي موخو له واقعي ټکو سره سمون نه لري.
راپور زياتوي چې د شنبې سهار جګړې په ونېزويلا کې په اصل کې د انرژۍ سرچينو او پرمختللو ټېکنالوژيو پر سر د لا پراخې سيالۍ يوه برخه ده؛ داسې سيالي چې بېلابېل نړيوال لوبغاړي پکې ښکېل دي.
دغه رسنۍ همدارنګه د امريکا د پوځ د ونېزويلا پر ضد د عملياتو يادونه کوي او وايي چې د دغه هېواد د ځينو سيمو بمبارد او د ونېزويلا د ولسمشر نيکولاس مادورو د تښتونې د راپورونو له امله په ګڼو هېوادونو کې سخت غبرګونونه راپارېدلي دي؛ غبرګونونه چې د بحران د زياتېدو او د نړيوالو اصولو د نقض په اړه اندېښنې زياتوي.




