د ټرمپ له لوري د عدلي وزیر ناڅاپي برطرفۍ وروسته د امریکا په حکومت کې سیاسي زلزله

د امریکا د متحده ایالتونو د رسنیو راپورونه ښيي چې له هغې وروسته چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ناڅاپي توګه د دې هېواد لوی څارنوال له دندې لیرې کړ، د حکومت په څو لوړو دولتي دندو کې د بدلونونو امکان رامنځته شوی دی. د سرچینو په وینا، دا بدلونونه ښايي د امریکا د امنیتي او اجرایي جوړښت یو شمېر مهم او کلیدي څېرې هم اغېزمنې کړي.
د «اټلانټک» مجلې د باوري سرچینو له قوله لیکلي چې د ټرمپ اداره د داسې احتمالي بدلونونو ارزونه کوي چې کېدای شي د اېفبياې د مشر، د پوځ د وزیر او د کار د وزیر بدلون پکې شامل وي. خو د دغو پرېکړو د عملي کېدو دقیق وخت روښانه نه دی او ویل کېږي چې د امریکا ولسمشر لا تر اوسه خپله وروستۍ پریکړه نه ده اعلان کړې.
ډونالډ ټرمپ تېره ورځ په ناڅاپي توګه د امریکا لوی څارنوال «پم باندی» له دندې لرې کړه او د هغې مرستیال «تاد بلانچ» یې د عدلیې وزارت سرپرست وټاکه. ټرمپ په یوې اعلامیې کې دا اقدام «اداري بدلون» وباله او له باندي یې د «ستر وطنپال» او «وفادار ملګري» په توګه یادونه وکړه.
په همدې حال کې، د «نیویارک ټایمز» ورځپاڼې لیکلي چې تاد بلانچ د عدلیې وزارت ته له ورتګ مخکې د ټرمپ یو له اصلي خصوصي وکیلانو څخه و، چې د ولسمشر په قضایي دوسیو کې یې کار کاوه. دا ګمارنه د امریکا د ولسمشر د چلند په اړه د حقوقي حساسو قضیو د مدیریت په برخه کې نوي ګمانونه راپورته کړي دي.
له دې بدلونونو سره هممهاله، د امریکا د پوځ د رهبرۍ په جوړښت کې هم بدلونونه روان دي. د پوځ د ستاد له مشر «رینډي جارج» د برطرفۍ وروسته، د پوځ وزیر «پیت هګست» دوه نور لوړپوړي جنرالان هم وختي تقاعد ته اړ کړي دي؛ داسې هڅه چې ښيي په دې هېواد کې د پوځي قوماندې په لوړو کچو کې د بیا تنظیم لړۍ دوام لري.




