مهم خبرونهنړیوال

ټرمپ د یو شمېر هېوادونو پر وګړو د امریکا د ویزو محدودیتونه سخت کړل

سپینې ماڼۍ په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو نوی فرمان لاسلیک کړی، چې له مخې یې پر هغو هېوادونو د امریکا د ویزې محدودیتونه پراخ او لا سخت شوي، چې امنیتي ارزونو او د اطلاعاتو تبادلې برخه کې یې جدي نیمګړتیاوې موجودې دي.

ددې فرمان له مخې، پر افغانستان او ۱۱ نورو هېوادونو د پخوا څخه تطبیقېدونکې د امریکا د ویزې بندیزونه لا هم په خپل حال پاتې دي. په سند کې ټینګار شوی چې امنیتي اندېښنې او د لازمې همکارۍ نشتوالی د یادو محدودیتونو د دوام اصلي لاملونه ګڼل شوي دي.

د دغه اقدام په غبرګون کې، یو شمېر مهاجرینو ملاتړو بنسټونو، لکه «افغان ایواک»، خپل اندېښنې څرګندې کړي او ویلي یې دي، چې د دغو سیاستونو دوام به د زرګونو افغانانو د بیا میشتېدنې بهیر او راتلونکې له جدي ستونزو سره مخ کړي.

دا پریکړه پر داسې مهال شوې چې د افغانستان وروستیو سیاسي بدلونونو او د طالبانو له لوري د واک ترلاسه کولو وروسته، ګڼ شمېر افغانان هڅه کوي چې د امریکا په ګډون نورو هېوادونو ته د کډوالۍ او پناه غوښتنې خوندي لارې پیدا کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button