ټرمپ: پر کلمبیا د کوکائینو فابریکو حمله به زما لپاره ویاړ وي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د یوې اعلامیې پر مهال، وویل چې پر کلمبیا کې د کوکائینو جوړوونکو فابریکو برید کول به ورته یو افتخار وي. نوموړي څرګنده کړه چې دا مهال یې کومه واضحه پریکړه نه ده کړې چې پر دغه هېواد پوځي عملیات پیل کړي، خو دا ډول اقدام یې یو ویاړ ګڼلی دی.
ټرمپ دا څرګندونې د خبریالانو له خوا د لاتینې امریکا په هېوادونو کې د نشهيي توکو د تولید په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې. هغه وویل: «په کلمبیا کې فابریکې شته چې کوکائین تولیدوي، او که زه دا فابریکې ویجاړې کړم، نو دا به زما لپاره ویاړ وي.» هغه همداراز څرګنده کړه چې دا خبرې د نظامي عملیاتو د رسمي فرمان معنا نه لري.
په تیرو میاشتو کې، امریکا د نشهيي توکو سره د مبارزې په نوم، د وینزویلا شاوخوا سیمو کې د خپلو سمندري او نظامي ځواکونو حضور پراخ کړی دی او یو شمېر کښتۍ یې په نښه کړې دي. ویل شوي، چې له شلو زیاتو بریدونه د کارائیب سمندر او ختیځ ارام سمندرګي کې ترسره شوي دي، خو واشنګټن تر اوسه داسې کوم اسناد نه دي وړاندې کړي چې وښيي د دغو بریدونو هدف واقعاً قاچاق کوونکي وو.
د بشري حقونو کارپوهانو دغه بریدونه «فراقضایي اعدامونه» بللي، ځکه چې دا بې له عدالتي محاکمې او رسمي څیړنو ترسره شوي دي. دا اندیښنې داسې مهال راپورته شوي، چې امریکا په خپلې بهرنۍ پالیسۍ کې تل د قانون او عدالت له ملاتړ ادعا کوي، خو د لاتینې امریکا په سیمه، او په ځانګړې ډول د وینزویلا پر پوله، د امریکا چلند تر پوښتنې لاندې راغلی دی.




