د ټرمپ ټيم زلنسکي د اوکراين د مشرۍ لپاره نهوړ بولي

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، یوه لوړپوړي امریکايي سرچینې ورځپاڼې واشنګټن پست ته ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ انتخاباتي ټيم، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د دغه هېواد د مشرتابه لپاره نهوړ شخص ګڼي.
د دې سرچینې په وینا، د ټرمپ د ټیم غړي زلنسکي تر ډېره د یوه ټوکیال په توګه پېژني، نه د یوه تجربهلرونکي سیاستوال په توګه، او باور لري چې د هغه تېرو تجربو، چې د یو تلویزیوني لړۍ په ترڅ کې یې د ولسمشر رول لوبولی، یوازې د یوه له بحرانه سره مخ هېواد د مشرتابه لپاره بسنه نهکوي.
دغه سرچینه زیاته کړې چې زلنسکي ته د انګلیسي ژبې کمزوری تسلط هم یوه بله ننګونه ده، چې د هغه په ډیپلوماتیکو اړیکو او تعاملاتو کې خنډونه راولاړوي.
تر دې وړاندې، ډونالډ ټرمپ څو ځل د زلنسکي پر کړنو نیوکې کړې وې او له هغه یې غوښتي وو چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپله طرحه ومني. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اوکراین جګړه اوس هم د امریکا د بهرنۍ تګلارې له مهمو ستونزو څخه ګڼل کېږي.




