ټرمپ د طالبانو او پاکستان تر منځ د کړکېچ په اړه د لاس وهنې چمتووالی څرګند کړ

د امريکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ د نوو نښتو په اړه ويلي چې واشنګټن له اسلاماباد سره ډېرې ښې اړيکې لري او که اړتيا وي، د دې کړکېچونو د کنټرول لپاره به مداخله وکړي. ټرمپ ټينګار وکړ چې امريکا د حالاتو له نږدې څارنه کوي او چمتو ده که اړتیا پېښه شي، د کړکېچ د کمولو په موخه فعاله ونډه واخلي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ اړيکې په وروستيو مياشتو کې څو ځله د پولو پر سر له شخړو او يو پر بل د تورونو شاهدې پاتې شوې دي. د امريکا ولسمشر همدارنګه د پاکستان د مشرتابه ستاينه وکړه او ويې ويل چې د دې هېواد لومړی وزير او پوځي مشران د پام وړ کارونه کړي دي. هغه زياته کړه چې پاکستان په اوسني حالت کې «ښه عمل کړی دی». د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ دوامدار کړکېچونه، په ځانګړي ډول د پولې په اوږدو کې، د سيمهييز ثبات په اړه اندېښنې زياتې کړي دي. ډېری شنونکي باور لري چې د دې حالت دوام کولای شي د سيمې د امنيت لپاره پراخې پايلې ولري.




