ټرمپ: د طالبانو له لوري د يو امريکايي ښوونکي د نيول کېدو په اړه به قوي دريځ ونيسو

دونالد ټرمپ، د امريکا ولسمشر، ويلي چې د ده حکومت به د ډينس کويل، هغه امريکايي تبعه چې د طالبانو تر اداره لاندې زندان کې ساتل کېږي، په اړه «ډېر قوي دريځ» اختيار کړي.
د سي بي ايس خبري شبکې د راپور له مخې، ډينس کويل چې ۶۴ کلن پوهاند او د کولوراډو ايالت اوسېدونکی دی، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۶مه نېټه په کابل ښار کې د طالبانو ځواکونو له خپل اپارتمان څخه ونيوه. د هغه د کورنۍ په وينا، کويل تر اوسه پورې له روښانه حقوقي تور پرته په بند کې دی.
د راپور له مخې، کويل دا مهال د طالبانو د عمومي استخباراتو رياست تر نظارت لاندې په توقيف کې دی. دغه اداره څو ځله د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو لخوا د بېبنسټه نيونو او د قضايي شفافيت د نشتون له امله تر نيوکو لاندې راغلې ده.
ټرمپ تېرې اوونۍ د خبريالانو سره په خبرو کې، پرته له دې چې ډېر جزئيات ورکړي، ټينګار وکړ چې د طالبانو له خوا د امريکايي وګړو نيول د منلو وړ نه دي او د امريکا حکومت به دا موضوع په جدي ډول تعقيب کړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د کويل کورنۍ او د بشري حقونو مدافع ادارې له طالبانو غواړي چې د هغه حقوقي حالت روښانه کړي او ده ته عادلانه قضايي بهير ته لاسرسی ورکړي.




