مهم خبرونهنړیوال

ټرمپ د بی‌بی‌سی پر ضد د افترا شکایت وکړ

د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر برېتانیایي رسنۍ بی‌بی‌سي د افترا قانوني شکایت ثبت کړی، هغه ادعا کوي چې بی‌بی‌سي د هغه د یوې وینا برخه په «مغالطه کوونکي ډول پرې کړې» او خپره کړې ده. دا شکایت یوې خپرونې ته تړاو لري چې پکې د ټرمپ د وینا برخې داسې سره نښلول شوي چې له امله یې د هغه د دریځ په اړه ناسم برداشت رامنځته شوی.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، ټرمپ ادعا کړې چې بی‌بی‌سي د دې ټوټه شویو خبرو په خپرولو سره افترا کړې او همداراز یې د فلوریدا ایالت د تجارتي فریب ورکوونکو او ناعادلانه کړنو د منع قانون سرغړونه کړې ده. د شکایت په متن کې راغلي چې دا نشرات یې سیاسي باور ته زیان رسولی دی.

ټرمپ د هر یوه له دې دوو تورونو څخه د لږ تر لږه پنځه میلیارده ډالرو تاوان غوښتنه کړې، چې دا اندازه د دې قانوني قضیې د جدي والي او حقوقي برخو څرګندوی ده.

دا شکایت د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ شپږمې د ټرمپ یوې وینا سره تړاو لري؛ هغه ورځ چې د هغه یو شمېر پلویانو د دې لپاره چې د دموکرات ګوند د نوماند، جوبایډن، د بریا تایید مخه ونیسي، د امریکا د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ؛ یوه پېښه چې د دې هېواد په سیاسي تاریخ کې بې‌سارې بلل شوې.

د ټرمپ په وینا، د بی‌بی‌سي خبریالانو په یوه تحلیلي برنامه کې د هغه د وینا دوه جلا برخې سره یوځای کړي، چې دا کار، د هغه په خبره، داسې انګېرنه رامنځته کړې چې ګواکې هغه د هغه ورځې له یاغي‌ګرۍ ملاتړ کړی.

ټرمپ تر دې وړاندې هم د امریکا پر یو شمېر مشهورو رسنیو لکه سي‌ان‌ان، ای‌بي‌سي نیوز، سي‌بي‌اس نیوز، وال‌سټریټ ژورنال او نیویارک ټایمز ورته شکایتونه کړي وو.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button