مهم خبرونهنړیوال

ټرمپ: امريکا د خپل ملي امنيت لپاره گرینلنډ ته اړتيا لري

دونالد ټرمپ، د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر، د گرینلنډ په اړه د خپل دريځ د بيا تکرار پر مهال وويل چې واشنګټن دا ټاپو د ملي امنيت له پلوه اړين بولي. نوموړي زياته کړه چې د روسي او چينايي جنګي کښتیو شتون د گرینلنډ شاوخوا اوبو کې د دې دريځ يو له مهمو لاملو څخه دی، او دا موضوع يې له معدني سرچينو جلا وبلله.

دغه څرګندونې په داسې حال کې وشوې چې جف لندري، د لوئيزيانا ايالت والي، د امريکا ځانګړی استازی د گرینلنډ په چارو کې وټاکل شو. ټرمپ وويل، لندري به د ده د ادارې له خوا د يادې موضوع د پرمخ وړلو مسؤوليت ولري. له دې اعلان وروسته، د ډنمارک او گرینلنډ چارواکو يو ځل بيا د واشنګټن د دې ټاپو پر وړاندې د علاقې څرګندونه وغانده.

ټرمپ د خپلو خبرو په بله برخه کې د امريکا بهرنۍ اړيکې يادې کړې او وويل چې له شي جين‌پينګ، د چين له ولسمشر، سره ښې اړيکې لري. نوموړي زياته کړه، هغه تېل چې د وېنزويلا پر ساحل د نيول شوو تېلو وړونکو بېړيو څخه ضبط شوي، امريکا به يې وساتي او کېدای شي يا يې وپلوري او يا د ستراتيژيکو زېرمو د پياوړتيا لپاره ترې ګټه واخلي.

د امريکا ولسمشر د وېنزويلا د ولسمشر نيکولاس مادورو پر ضد په تند غبرګون کې خبرداری ورکړ چې هر ډول ځواک‌نمايي پر واشنګټن به جدي پايلې ولري. هغه ادعا وکړه چې د مادورو د واک پاتې کېدل خپله د هغه په پرېکړه پورې تړلې دي. ټرمپ همداراز د کولمبيا ولسمشر تورن کړ چې د مخدره موادو د توليد په مهار کې پاتې راغلی او غوښتنه يې وکړه چې د نشه يي موادو د توليد فابريکې دې په هغه هېواد کې وتړل شي.

ټرمپ د اوکراين د جګړې په اړه وويل، خبرې اترې لا هم روانې دي او که اړتيا شي، له ولاديمير پوتين او ولوديمير زيلينسکي سره به خبرې وکړي څو جګړه پای ته ورسېږي. هغه زياته کړه، امريکا به نور اوکراين ته مالي مرسته نه لېږي، بلکې پر ځای به پوځي تجهيزات ناټو ته وپلوري، دا ائتلاف به يې لګښت ادا کوي او د کارونې څرنګوالی به هم پخپله ټاکي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button