د ټرمپ غبرګون: نږدې د ونزوېلا ساحل نیول شوې نفتبرداره بېړۍ د امریکا له ملي ګټو سره سم و

د امریکا ولسمشر، دونالد ټرمپ، ویلي، چې د امریکا ځواکونو له خوا د یوې نفتبردارې بېړۍ نیول د ونزوېلا ساحل ته نژدې “پر مناسب دلیل” ولاړ عمل و. ښاغلي ټرمپ زیاته کړه، چې واشنګټن به ډېر ژر د دې عملیاتو اړوند انځورونه خپاره کړي.
د نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې نړیوالو رسنیو، په شمول د بلومبرګ، راپور ورکړی، چې د امریکا ځواکونو یوه نفتبرداره بېړۍ د ونزوېلا په ساحلي اوبو کې نیولې ده.
ښاغلي ټرمپ د زیاتو توضیحاتو له ورکولو پرته ادعا وکړه، چې دا اقدام د امریکا د ملي ګټو سره برابر و. خو نړیوال کارپوهان وایي، چې د امریکا یواړخیز ګامونه د نورو هېوادونو په سواحلو کې، کولای شي د انرژۍ د منابعو په برخه کې نوي کړکېچونه راپورته کړي.
ټرمپ د خپلو خبرو په بل لوري کې د اوکراین جګړې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، واشنګټن د دې شخړې د تعقیب لپاره ډېر وخت او هڅه کړې، ځکه چې د قربانیانو شمېر پکې لوړ دی. له دې سره سره، هغه ټینګار وکړ، چې امریکا نه غواړي خپل وخت د جګړې د پای ته رسولو په اړه په تکراري غونډو کې ضایع کړي.
د ټرمپ په وینا، ځیني اروپایي هېوادونه غواړي، چې هغه د اوکراین له ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي، سره د راروانو رخصتیو پر مهال وګوري. هغه یو ځل بیا ادعا وکړه، چې د اوکراین جګړه پای ته رسېدلی شي او ښایي ډېر ژر ختمه شي.
ښاغلي ټرمپ د خپلو خبرو په دوام کې د غزې بشري بحران ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې “د غزې د سولې شورا” به راتلونکی کال اعلان شي. نوموړي د دې طرحې جزئیات ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ، چې د داسې یوې ادارې جوړېدل کولی شي، چې د سیمې د سولې هڅو ته ګټه ورسوي.




