مهم خبرونهنړیوال

د قطر امير او د امریکا ولسمشر ټرمپ د سيمې د کړکېچ د کمېدو په اړه ټيلفوني خبرې کړې

د قطر د امير دفتر اعلان کړی چې د دغه هېواد امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په يو ټيلفوني تماس کې د روانو هڅو په اړه خبرې کړې دي چې موخه يې د سيمې د کړکېچونو کمول او د امنيت او سولې پياوړتيا ده.

د خپرې شوې اعلامیې له مخې، دواړو لورو په دغه تماس کې د سيمې او نړۍ مهم پرمختګونه، په ځانګړې توګه د سيمې اوسنی حالت، وڅېړل او خپل نظرونه يې تبادله کړل.

اعلامیه زياتوي چې د خبرو اصلي محور د نړيوالو نوښتونو ملاتړ و، څو د بحرانونو د کمېدو او د کړکېچونو د پراخېدو مخه ونيول شي. دواړو خواوو د سيمې د ثبات د پياوړتیا لپاره د ګډو همکاريو پر ارزښت هم ټينګار وکړ.

په دغه ټيلفوني خبرو کې همدارنګه پر دې ټينګار شوی چې د بحرانونو د حل لپاره ديپلوماتيک حللارې، خبرې اترې او سوله ييزې لارې غوره لاره ده، او دواړه لوري په دې موافق شول چې د ګډو اندېښنو په اړه همغږي او مشورې ته دوام ورکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button