مهم خبرونهنړیوال

ټرمپ د سوریې د موقت حکومت له مشر څخه ستاینه وکړه

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يو رسمي ملاقات پر مهال د سوریې د موقت حکومت له مشر ابو محمد الجولاني څخه د يوه «ځواکمن» مشر په توګه يادونه وکړه او ويې ويل چې له هغه سره به کار وکړي. دغه ليدنه د الجولاني د امريکا د سفر په ترڅ کې ترسره شوې ده.

ټرمپ له خبريالانو سره د خبرو پر مهال د الجولاني له سخت ماضي سره په اشارې وويل: «زموږ ټولو سختې زمانې تېرې کړې دي.» هغه زياته کړه چې امريکا به د سوریې د ثبات او بريا لپاره هڅې وکړي او څرګنده يې کړه: «هر څه چې زموږ له وسې پوره وي د سوریې د راتلونکې لپاره به يې ترسره کړو.»

د امريکا ولسمشر د منځني ختيځ په سيمه کې د سوریې د جغرافيايي موقعيت پر ارزښت ټينګار وکړ او ويې ويل: «موږ د دې سيمې پر لور د سولې حرکت کوو او هڅه کوو چې د سوریې اړيکې له نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول اسرائيلو، سره ښې شي.»

هغه همداراز څرګنده کړه چې امريکا به له اسرائيلو سره د خپلو همکاريو د ښه کولو هڅې جاري وساتي او هيله‌منده ده چې د سيمې هېوادونو ترمنځ دايمي سولې ته لاره هواره شي.

ټرمپ وويل که چېرې دی ولسمشر نه وای، نو ښايي نړۍ د درېيمې نړيوالې جګړې تر پوله رسېدلې وای. هغه زياته کړه چې د ناټو د غړو هېوادونو له خوا د پوځي مصارفو برخه يې له دوه سلنه څخه پنځه سلنه ته لوړه کړې ده.

د امريکا ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې د غزې اوربند ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې د حماس ډله د اسرائيلي اسيرانو ځینې مړي تسليم کړي دي او د سيمې د سولې بهير يو قدم وړاندې تللی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button