مهم خبرونهنړیوال

د ټرمپ له خوا د «دریمې نړۍ» هېوادونو مهاجرت دایمي بند شو

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ ویلي، چې د هغو هېوادونو څخه د مهاجرت او پناه غوښتنې پروسې دایمي بڼه کې درولې دي، چې نوموړی یې «دریمې نړۍ» هېوادونه بولي. نوموړي دا څرګندونې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې کړې، چیرې چې یې افغانستان، هاییتي او سومالیا د یادو هېوادونو له ډلې وشمېرل او هغوی ته یې سپکاوی کوونکي کلمات وکارول.

د ټرمپ په وینا، د دغې پالیسي په دوام، امریکا د نولسو هېوادونو – چې افغانستان، ایران، سومالیا، سوډان، وینزویلا او یمن هم پکې شامل دي – له اتباعو سره مهاجرت معطل کړی دی. هغه ټینګار کړی چې دا پرېکړه د امریکا د ګټو د خوندي کولو لپاره شوې او اروپایي هېوادونه لکه ناروې او سویډن یې د مهاجرت لپاره غوره انتخابونه یاد کړي دي.

خو د بشر حقونو نړېوال سازمان ویلی چې د ټرمپ د ادارې نوی مهاجرتي سیاست پر امنیتي ارزونو نه، بلکې پر سیاسي او تبعیضي انګیزو ولاړ دی. دغه اداره خبرداری ورکړی چې دا ډول اقدامات به د پناه غوښتونکو د نړیوال ملاتړ پروسه تر پوښتنې لاندې راولي او روښانه توکمپالنه پکې لیدل کېږي.

ویل کېږي چې دا پرېکړه د نومبر میاشتې یوې پېښې له امله وشوه. د امریکایي چارواکو په وینا، یو افغان پناه‌ غوښتونکی په واشنګټن ډي‌سي کې له دوو ملي ګارد پوځیانو سره په نښته کې یو تن وژلی و. دا پېښه د ټرمپ سخت غبرګون راوپاراوه او هغه ژمنه وکړه چې د «دریمې نړۍ» له ټولو هېوادونو څخه مهاجرت به دایمي بند کړي.

تانیا ګرین، چې د بشر حقونو د څار بنسټ کې د امریکا د پروګرام مشره ده، دغه پرېکړه په کلکه وغندله او ویې ویل چې د شامل شویو هېوادونو تر منځ هېڅ ماناداره اړیکه نشته، پرته له دې چې اتباع یې د خپل زیږون د ځای له امله رد او توهین کېږي. هغې ټینګار وکړ چې دا ډول سیاستونه یواځې د بشر حقونو له اصولو سره په ټکر کې نه دي، بلکې د میلیونونو انسانانو لپاره به سترې انساني پایلې ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button