مهم خبرونهنړیوال

د امريکا پخواني استخباراتي مامور: د ټرمپ د سولې شورا به جدي اغېز و نه لري

د امريکا د استخباراتو يو پخواني چارواکي ويلي چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د غزې لپاره وړانديز شوې د سولې شورا به په نړيوالو شخړو کې د پام وړ بدلون راوړلو توان و نه لري او نه شي کولای چې د موجودو نړيوالو جوړښتونو ځای ونيسي.

د نړيوالو رسنيو د راپور له مخې، پال شايا څرګنده کړې چې هغه هېوادونه چې په دې نوي چوکاټ کې سره راغونډ شوي، د بنسټيز بدلون رامنځته کولو ظرفيت نه لري. د ده په وينا، که څه هم ټرمپ د اوسني سيستم پر ځينو نيمګړتياوو ټينګار کړی، خو د هغه وړانديز شوی ميکانيزم له څو اړخيزو نړيوالو تجربو او بنسټونو بې برخې دی.

نوموړي زياته کړې چې د دې نوښت تمرکز تر ډېره د ګډو سيستمونو پر ځای، د ټرمپ پر شخصي رول ولاړ دی. هغه د وروستيو غونډو ته په اشارې وويل، ټرمپ هڅه کوي ځان د “سولې سړي” په توګه معرفي کړي، خو د شورا له نوم او امضا سره د هغه څرګند تړاو د دې ابتکار د واقعي موخو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

شايا زياته کړې چې د ځينو اروپايي هېوادونو له لوري د دې شورا له پيوستون څخه ډډه کول هم د همدې اندېښنو پايله ده. د هغه په خبره، د ټرمپ ښکاره او پټې نيوکې پر ملګرو ملتونو دا معنا نه لري چې د هغه وړانديز شوی بديل جوړښت به اغېزمن وي.

نوموړي په پای کې ټينګار وکړ چې د ملګرو ملتونو سازمان لا هم يوازنی نړیوال بنسټ دی چې په جګړو د بندولو، بشري مرستو او بيا رغونې کې پراخې څو اړخيزې تجربې لري، او هر بديل طرحه د لاسته راوړنو لپاره تخنيکي تخصص، نړيوال اجماع او ثابت ميکانيزم ته اړتيا لري، نه يوازې د ظاهري ابتکاراتو ته.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button