د ټرمپ ادعا: د سولې شورا به له غزې هاخوا نړېواله کچه ولري

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان کړی چې هغه د سولې هغه شورا چې نوموړی يې وړانديز کوي، يوازې د غزې موضوع پورې محدود نه ده او کولای شي په نړېواله کچه د سولې د ټينګښت لپاره کار وکړي. نوموړي ويلي، دغه شورا دا ظرفيت لري چې د تاريخ له مهمو د سولې جوړښتونو څخه يوه شي.
ټرمپ يو ځل بيا د اسرائيلو ملاتړ وکړ او ادعا يې وکړه چې دا هېواد به په غزه کې ګڼ شمېر محدوديتونه له منځه يوسي. هغه زياته کړه چې په منځني ختيځ کې سولې ته رسېدلی او د سولې شورا به د غزې د وضعيت په مديريت کې اغېزمن رول ولوبوي.
د امريکا ولسمشر همدارنګه د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اختلافاتو يادونه وکړه او ويې ويل چې په دې شخړه کې يې مداخله نه ده کړې، خو د هغه په باور د دې اختلاف حل “په اسانۍ” ممکن دی.
ټرمپ د اوکراين د جګړې په اړه هم څرګندونې وکړې او وويل چې کييف بايد بېرته د خبرو مېز ته ستانه شي. هغه له زياتو جزياتو پرته ټينګار وکړ چې د دې جګړې د پای ته رسېدو لپاره سياسي حل اړين دی.
نوموړي د کوبا په اړه وويل دغه هېواد له جدي ننګونو سره مخ دی او واشنګټن له هاوانا سره په خبرو بوخت دی، څو يو تفاهم ته ورسېږي.
ټرمپ همدارنګه څرګنده کړه چې له شي جين پېنګ، د چين له ولسمشر سره يې د تايوان په اړه خبرې کړې، او د تايوان ته د وسلو د لېږلو په اړه پرېکړه به په راتلونکي کې وشي.
هغه په پای کې يو ځل بيا له جېفري اپسټين سره هر ډول تړاو رد کړ او وويل چې په اړوندو دوسيو کې سپينلار شوی دی.




