ټرمپ د پاکستان پر طالبانو هوايي بریدونه «بېساري» وبلل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان پر طالبانو هوايي بریدونه «بېساري» بللي او ويلي دي چې د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ روانو ترینګلتياوو ته به مداخله وکړي. نوموړي دا څرګندونې د جمعې په ورځ، د حوت اتمه، د خبريالانو د يوې پوښتنې په ځواب کې وکړې او د پاکستان له مشرانو ستاينه وکړه.
ټرمپ د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف او د دغه هېواد د پوځ مشر جنرل عاصم منير «لوړ پوړي مشران» وبلل او زياته يې کړه چې له پاکستان سره ډېرې ښې اړيکې لري. هغه وويل، د پاکستاني چارواکو درناوی کوي او د دغه هېواد کړنې د طالبانو په وړاندې «بېسارې» ګڼي.
د امریکا ولسمشر څرګنده کړه: «زه به مداخله وکړم، خو له پاکستان سره ډېر، ډېر ښه چلند لرم. هغوی يو فوقالعاده لومړی وزير او يو فوقالعاده جنرال لري؛ دوه داسې کسان چې زه ورسره رښتينی درناوی لرم.»
په همدې مهال، د امریکا د بهرنيو چارو وزارت هم د پاکستان د ځان دفاع حق ته اشاره کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د زياتېدونکو ترینګلتياوو له امله د سيمې يو شمېر هېوادونه اندېښنه لري او دا موضوع يو ځل بيا د طالبانو د ادارې لهخوا د سيمهييزو اړيکو د سمبالښت په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.




