ډونالډ ټرمپ: ناټو د امريکا پرته يو «کاغذي پړانګ» دی

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو اروپايي هېوادونو په مخالفت غبرګون وښود چې د هرمز تنګي په احتمالي نښتو کې د ګډون نيت نه لري. هغه وويل، ناټو د امريکا د حضور پرته يو «کاغذي پړانګ» دی او د خپلو اروپايي متحدانو له دريځ څخه يې سخت انتقاد وکړ.
ټرمپ زياته کړه چې د دې نظامي تړون غړو د ايران پر ضد جګړې ته د داخلېدو لېوالتيا نه ده څرګنده کړې. هغه اروپايي هېوادونو ته په خطاب کې وويل: «تاسو بزدلان ياست او موږ دا خبره هېره نه کوو.»
دا څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې د نړۍ ډېری هېوادونه، په ځانګړي ډول د اروپا هېوادونه، په ښکاره توګه له هر ډول پوځي مداخلې په هرمز تنګي کې مخالفت څرګند کړی دی. د هرمز تنګی د نړۍ يو له مهمو د انرژۍ د ترانزيت لارو څخه شمېرل کېږي او هر ډول کړکېچ پکې د نړيوال د نفتو پر بازار اغېز کولی شي.
له دې وړاندې ټرمپ له اروپايي هېوادونو غوښتي وو چې د دې ستراتېژيک تنګي د محدويتونو له امله د نفتو د بيې د راکمولو په موخه له واشنګټن سره همکاري وکړي. دا غوښتنه ډېره هرکلی ونه موند او د احتياط ډک غبرګونونه یې راوپارول.




