ټرمپ د ستارمر د مسخرې کولو يو ويډيو خپور کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طنزي ويډيو په خپرولو سره د برتانيې لومړی وزير کيير ستارمر په تمسخر انځور کړی دی. هغه دا ويډيو د خپل شخصي حساب له لارې په «تروث سوشل» پليټفارم کې خپره کړې ده. دا ويډيو د برتانيې د طنزي پروګرام «سېټرډې نايټ لايو» له تازه نسخې يوه برخه ده.
په دې کليپ کې يو لوبغاړی چې د ستارمر رول لوبوي، په دفتر کې د ټرمپ سره د ټيليفوني اړيکې له رامنځته کېدو اندېښنه څرګندوي. نوموړی د خپل مرستيال، د ديويډ لامي رول لوبونکي سره په خبرو کې پوښتي: «که ټرمپ پر ما غږ پورته کړي، نو څه به وشي؟»
وروسته له هغه چې د ټرمپ له لوري زنګ ته ځواب ورکول کېږي، ياد شخص سمدستي ټيليفون بندوي او وايي چې له دغه ولسمشر سره خبرې کول «وېرونکي او ډېر ستونزمن» دي. ټرمپ د دې ويډيو د بيا خپرولو پر مهال هېڅ ډول تبصره يا نظر نه دی وړاندې کړی.
دا اقدام پر داسې مهال کېږي چې د دواړو هېوادونو اړيکې د وروستيو پوځي پېښو له امله، د امريکا او اسرائيلو د ايران سره د نښتو په تړاو، له يو شمېر تنشونو سره مخ دي. ټرمپ له دې وړاندې د برتانيې له دريځ څخه انتقاد کړی و او ويلي و چې د لندن له کړنو خوښ نه دی.
د برتانيې حکومت د دغو نښتو په پيل کې له مستقيم ګډون څخه ډډه کړې وه، خو وروسته يې د متحده ايالاتو له غوښتنې سره سم د خپلو دوو نظامي اډو د «محدود او مشخص» کارونې اجازه ورکړه. د سيانان د راپور له مخې، ايران بيا د دې اقدام په غبرګون کې د «ډيېګو ګارسيا» نظامي اډه د توغنديو بريد لاندې راوستې وه.
تر اوسه د برتانيې د لومړي وزير دفتر د ټرمپ له خوا د ياد ويډيو د بيا خپرولو په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.




