نړیوال
ټرمپ د جمعې په ورځ د نيويارک له ښاريال زهران ممداني سره ګوري

د امریکا د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی چې د جمعې په ورځ به د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نيويارک له ښاريال زهران ممداني سره وګوري.
ياد ملاقات د ښاغلي ممداني په شخصي غوښتنه تنظيم شوی او ټاکل شوې ده چې په سپينه ماڼۍ، چې په واشنګټن ښار کې موقعيت لري، ترسره شي. تر اوسه د دغه لېدنې د محتوا يا بحث شوو موضوعاتو په اړه د امريکايي چارواکو له خوا هېڅ جزئيات نه دي ورکړل شوي.
زهران ممداني چې ځان مسلمان او د شيعه مذهب پير ګڼي، په تېرو کلونو کې د نيويارک د محلي سياست يو فعال څېره پاتې شوی او تازه د نيويارک د ښاريال په توګه ټاکل شوی دی. د هغه ليدنه له ولسمشر ټرمپ سره چې سياسي نظرونه يې يو له بله سره متضاد دي، د رسنيو پام ځان ته رااړولی دی.




