مهم خبرونهنړیوال

د ونزوئلا ولسمشر: امریکا زموږ د تېلو زېرمې نیول غواړي

د ونزوئلا ولسمشر نیکلاس مادورو، د خپلې هېواد او د متحده ایالاتو ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په غبرګون کې، امریکا تورنه کړه چې د ونزوئلا د تېلو زېرمې نیولو هڅه کوي.

نوموړي په یوه وینا کې خبرداری ورکړ چې امریکا پر کارایب سیمه جدي تمرکز کړی او له همدې امله یې له څوارلسو زیات جنګي بېړۍ او شاوخوا پنځلس زره سرتیري د ونزوئلا ساحلي سیمو ته نږدې ځای پر ځای کړي دي. د مادورو په وینا، امریکایي ځواکونو تر دې دمه له شلو څخه زیات د بمباریو عملیات د کوچنیو کښتیو پر ضد ترسره کړي، چې له امله یې تر اتیا زیات کسان غیرقانوني وژلي دي.

د ونزوئلا ولسمشر د واشنګټن پر نظامي چلند نیوکه وکړه او ویې ویل: “نړۍ په ښکاره ګوري چې د امریکا او د هغې د متحدینو نظامي لاسوهنې د نفت تولیدوونکو هېوادونو لپاره ویجاړونکي عواقب لرلي دي.”

نوموړي ټینګار وکړ چې د ونزوئلا دولت به له هېڅ ډول ګواښ یا فشار سره تسلیم نه شي او د خپلو طبیعي سرچینو د دفاع لپاره “قاطع او ثابت قدمه” پاتې شي.

د مادورو دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا پوځی حضور په کارایب سیمه کې د دغو دوو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې کړي او نړیوالې اندېښنې یې راوپارولې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button