واشنګټن د ګرينلېنډ پر لور؛ ټرمپ ځانګړی استازی وګوماره

د امريکا جمهوررئيس دونالد ټرمپ د ګرينلېنډ لپاره د يو ځانګړي استازي د ټاکلو اعلان وکړ او دا ګام يې د امريکا د ملي امنيت په ګټه وباله. دا اقدام د ګرينلېنډ، ډنمارک او يو شمېر اروپايي هېوادونو منفي غبرګونونه راپارولي دي.
د اسوشېټېډ پرېس د راپور له مخې، ټرمپ د لويزيانا ایالت والي جېف لانډري د امريکا د ځانګړي استازي په توګه د ګرينلېنډ لپاره معرفي کړی دی. ټرمپ تر دې مخکې هم ګرينلېنډ يوه ستراتيژيکه ټاپو بللې وه چې د پام وړ معدني سرچينې لري او د واشنګټن د پوځي او کنټرولي رول د پراختيا غوښتنه يې کړې وه.
ټرمپ په څرګندونو کې ويلي دي چې لانډري د ګرينلېنډ د ارزښت په اړه د امريکا د ملي امنيت له نظره ښه پوهاوی لري او د هغه مأموريت به د امريکا ګټې د متحدينو د امنيت او نړيوال ثبات په چوکاټ کې پر مخ بوځي.
جېف لانډري بيا په ټولنیز شبکه «ایکس» کې په يو پيغام کې ويلي چې دغه دنده يې په خپله خوښه منلې او موخه يې دا ده چې ګرينلېنډ د امريکا د خاورې يوه برخه وګرځوي. هغه زياته کړې چې دا مأموريت به د ده د والي دندې په چارو اغېز ونه کړي.
خو د ګرينلېنډ د خپلواکې سيمې چارواکو او د ډنمارک حکومت يو ځل بيا ټينګار کړی چې دغه ټاپو د پلور وړ نه ده. هغوی د امريکا د امنيتي فعاليتونو د زياتېدو په اړه راپورونه هم غندلي دي.
په عين وخت کې، روسيې او يو شمېر اروپايي هېوادونو د امريکا له هغو هڅو سره مخالفت څرګند کړی چې غواړي په ګرينلېنډ کې خپل نفوذ پراخ کړي. د ډنمارک د دفاعي استخباراتو ادارې هم خبرداری ورکړی چې د چين، روسيې او امريکا ترمنځ د شمالي قطب د سيمې پر سر سيالي په څرګنده توګه زياته شوې ده.




